د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ او د هرات ولايت د مبایل پلورونکو اتحاديې په همکاري د غلا شويو او ورک شوو مبايلونو ویبسایټ فعاله شوی دی او ټول مبايل پلورنځي اړ دي تر څو د مبایل پيرولو پر مهال د مبايل سریال نمبر په سایټ کې وپلټئ تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې د غلا نه وي.
همراه افغانستان د غلا شويو مبايلونو د پیر او پلور او د پلورونکي او پيرودونکي د متضرر نه کيدو او د غلا شويو او ورک شوي مبايلونو د تعقيبولو په موخه د امنيتي ځواکونو په همکاری په افغانستان کې فعالیت کوي.
همراه افغانستان د کورنیو چارو وزارت،د انتک رياست او د امنیتي قوماندانیو او د ټول هيواد امنيتي حوزو ، د مبایل پلورونکو اتحاديو ، د کسبګرو او اصنافو په همکاري په همکاري په ټول افغانستان کې فعالیت کوي.
همراه افغانستان د دې هيواد د بچيانو د يو ځواکمن ملاټر کونکي ټيم درلودونکی دی چې د دې ويبپاڼې د پراختیا او هممهاله کولو لپاره زیار باسي او شپه او ورځ هېوادوالو ته د چوپړتياوو او خدماتو دلاښه کیدو او رسولو لپاره هڅه کوي
د سريال نمبر چک کول د همراه افغانستان په ويبپاڼه کې وړیا دی او ټول هيوادوال کولی شي د دې ويبپاڼې د چوپړتياوو څخه په وړيا ډول کټه پورته کړي د سریال نمبر چک کول کولی شي تاسو د راتلونکو ستونزو څخه خوندي وساتي